د داوطلبۍ خبرتيا

د داوطلبۍ خبرتيا
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د استخباراتو لوی رياست په استازیتوب ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په دې پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افرګشايي تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د ۱۴۰۳ مالي کال د استخباراتو لوی رياست د ولايتي نظامي قطعاتو او اداراتو د نقليه وسايطو او جنراتورنو د اړتيا وړ ۲ قلمه تېل (پټرول او ډېزل) د تداکاتو پروژه.
د داوطلبۍشمېره: NPD/GDI/1403/NCB/G-270
بانکي تضمين: په شرطپاڼه کې درج شوی.
د آفر پرانيستي ناسته: ۱۴۰۳ هـ ل کال د غبرګولي ۱۲مه، له غرمې مخکې 9:00 بجې.
د اړيکي شمېره: 0202143274
ایمیل: planningnpa@gmail.com
ادرس: د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرین قصر ته څېرمه، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.