د چارو ادارې لوی رئيس؛ اسلامي امارت د ولس غوښتنو او حالاتو سره سم تصاميم نيسي

د چارو ادارې لوی رئيس؛ اسلامي امارت د ولس غوښتنو او حالاتو سره سم تصاميم نيسي

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د اصنافو «دوکاندارانو او کسبګرو» د ثابتې ماليې د معافيت په اړه د اميرالمؤمنين د فرمان د اعلان په غونډه کې وويل چې د اسلامي امارت ټول تصاميم د ولس او حالاتو له غوښتنو سره سم نيول کيږي او ټولو پرېکړو کې د ولس ستونزې په پام کې نيول کيږي.

دغه غونډه چې نن پنجشنبه «ذوالقعده۲۱مه/ غبرګولي۱۰مه» د حکومت د رسنيو په مرکز کې جوړه شوې وه، په کې د رياست الوزراء اداري مرستیال، ماليې، صنعت او سوداګرۍ او اقتصاد وزارتونو سرپرستانو، معينانو او يو شمېر نورو لوړو پوړو چاروکو او د اصنافو اتحاديې استازو برخه اخیستې وه.

په غونډه کې د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور وويل چې د اسلامي امارت پريکړې او اقدامات فرمايشي او نمايشي نه دي مګر د ولس او حالاتو د غوښتنو سره سم ګام اخلي او د اسلامي امارت مشرتابه او مسؤلين ولس سره د شفقت او نرمۍ احساس او اراده لري.

همدا راز په دې‌ غونډه کې د رياست الوزراء مقام اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، ماليې وزارت سرپرست او يو شمېر نورو مسؤلينو هم ويناوې وکړې او د ثابتې ماليې معافيت په اړه د اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی حکم ولوستل شو.

د ماليې د تخفيف په اړه د اسلامي امارت د زعیم امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د تازه فرمان له مخې د هغه اصنافو «دوکاندارانو او کسبکارانو» چې د پلور کلنۍ اندازه يې تر دوو میلیونو (۲،۰۰۰،۰۰۰) افغانیو پورې وي؛ له مالیې څخه معاف دي.

همدا راز د فرمان په متن کې راغلي چې؛ د هغو اصنافو (دوکاندارانو او کسبکارانو) چې د پلور کلنۍ اندازه يې له دوو میلیونو (۲،۰۰۰،۰۰۰) افغانیو څخه زیاته وي؛ د کلني صفر اعشاریه درې (۰،۳٪) سلنې ثابتې مالیې تابع دي.