د قرارداد ورکړي خبرتيا

د قرارداد د ورکړې خبرتيا
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست په پام کې لري چې د تخنيک او ټرانسپورټ رياست د اړتيا وړ د وسايطو د ټايرونو د تدارکاتو پروژه چې تشخيصيه شمېره يې AOP/G/012/1403/NCB ده، صدیق احمدي لميټډ شرکت ته چې په 0101-20448 شمېره جواز د صعنت او سوداګرۍ وزارت سره ثبت دی، په مجموعي قيمت 1،119،100 (يو ميليون، يو سلو نوولس زره او سل افغانۍ) په قرارداد ورکړي.
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
ادرس: د چارو ادارې لوی رياست، تدارکاتو رياست، د معدن وزارت پخوانۍ ودانۍ.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.