د هيواد د خيريه بنسټونو له مسؤلينو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د هيواد د خيريه بنسټونو له مسؤلينو سره د همغږۍ غونډه وشوه
د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد رباني ناصح په مشرۍ د هيواد د خيريه بنسټونو له مسؤلينو سره د همغږۍ غونډه نن چهارشنبه (ذوالقعده ۱۳مه/ غبرګولي ۲ مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې چې د شاوخوا ۲۵ خيريه بنسټونو استازو او مسؤلينو ګډون درلود، په کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د هغوی د فعاليتونو ستاينه وکړه او خلکو ته د خدمت په برخه کې يې د خپلمنځي او اړوندو امارتي ادارو سره د کاري اړيکو په ساتلو ټينګار وکړ.
نوموړي د خيريه بنسټونو له مسؤلينو وغوښتل چې خپل فعاليتونه د اسلامي امارت د اصولو په رڼا کې ترسره کړي او په دې برخه کې يې د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.
د غونډې ګډونوالو، د هېواد د خيريه بنسټونو څخه د اسلامي امارت ملاتړ وستايه او خپلې يو شمېر ستونزې يې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس سره شريکې کړې، دوی وويل چې په هېواد کې د وروستيو سيلابونو له امله زيانمنو شويو هېوادوالو ته رسېدنه يې لومړیتوب دی.
په پای کې مولوي محمد رباني ناصح د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې د خيريه بنسټونو ټولې غوښتنې او ستونزې به د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ له عالي مقام سره شريکې کړي او همدا راز به د خيریه بنسټونو او اړوندو ادارو تر منځ د همغږۍ اسانتياوې برابرې کړي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوي وه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده.