د قرارداد د ورکړې خبرتيا

د قرارداد د ورکړې خبرتيا
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست په پام کې لري چې د تخنيک او ټرانسپورټ رياست لپاره د اړتيا وړ دوه قلمه تېلو (پيټرول او ډيزل) د تدارکاتو پروژه چې تشخصيه شمېره AOP/G/009/1403/NCB ده؛ د افغانستان د نفت او ګاز دولتي شرکت ته چې له صنعت او سوداګرۍ وزارت سره په ۷۹۹۵۵ شمېره ثبت دی او د کابل ښار ۱۷مې ناحيې اړوند خيرخانې کوتل سیمه کې موقعيت لري، په مجموعي قيمت په ۲۵،۱۰۵،۳۸۰ (پنځه ويشت ميليونه، يو سلو پنځه زره درې سوه اتيا افغانۍ) په قرارداد ورکړي.
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري؛ کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
ادرس:د چارو ادارې لوی ریاست، ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قرارداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.