د داوطلبۍ خبرتيا

د داوطلبۍ خبرتيا
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست ټولو په شرايطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د داوطلبۍ په دې پروسه کې ګډون وکړي او د شرطپانې سافټ کاپي د تدارکاتو رياست څخه په فلش ډسک او يا د چارو ادارې لوی رياست له ويب پاڼې څخه تر لاسه کړي. خپل افرونه دې د تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افر پرانيستې تر نېټې پورې تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د چارو ادارې لوی رياست د ودانيو د ساتنې او څارنې رياست لپاره د اړتيا وړ د تسخين توکو د تدارکاتو پروژه.
تشخصیه شمېره: AOP/G/018/1403/NCB
بانکي تضمين: 86500(شپږ اتيا زره پنځه سوه افغانۍ)
د افر پرانيستې نېټه: 1403/3/23، له غرمې مخکې 10 بجې
ادرس: د چارو ادارې لوی رياست، تدارکاتو رياست، د معدن وزارت پخوانۍ ودانۍ.
يادونه: ناوخته او انټرنيټي افرونه د منلو وړ نه دي.