د اسلامي امارت د رهبرۍ د احکامو او هداياتو د تطبيق او ګزارش ورکولو په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د اسلامي امارت د رهبرۍ د احکامو او هداياتو د تطبيق او ګزارش ورکولو په اړه د همغږۍ غونډه وشوه
د چارو ادارې لوی رياست د دفتر رئيس او د تعهداتو، هدایاتو، فرامینو او احکامو د تعقیب رئيس د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ مقام او د چارو ادارې لوی رياست مقام د احکامو، هداياتو او د تطبيق او ګزارش ورکولو په اړه د ادارې د معاونيتونو د دفتر امرينو او د رياستونو د تخنيکي ټيم(ODF) له مسؤلينو سره د همغږۍ غونډه وکړه.
دا غونډه چې د چارو ادارې لوی رياست مقام د دفتر رئيس په مشرۍ د ادارې د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د تعهداتو، هدایاتو، فرامینو او احکامو د تعقیب رئيس مولوي فضل احمد حقاني هم ګډون کړی او د هداياتو او احکامو د تطبيق او ګزارش ورکولو بهير په اړه يې هر اړخيز بحث وکړ.
په دې ناسته کې د ګډونوالو له نظريات له توحيد وروسته د جانبي واحدونو او معاونيتونو د دفتر امرينو، اجرايه مديرانو او د تخنيکي سيستم(ODF) مسؤلينو ته سپارښتنه وشوه چې د فرامينو او احکامو د ښه تعقيب او ګزارش ورکول لپاره دې له ياد سيستم څخه ګټه واخلي او په دې برخه کې دې له معلوماتي ټکنالوژۍ رياست سره همکاري وکړي.
همدا راز په دې غونډه کې د تعهداتو، هدایاتو، فرامینو او احکامو د تعقیب رياست ته دنده وسپارل شوه چې ټول احکام او هدايات دې د اجرااتو په موخه لومړی په انلاين سيسټم کې ثبت کړل شي او د هغې له مخې دې يې اجراات په اړوندو رياستونو کې په پرله پسې توګه تعقيب کړل شي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.