د چارو ادارې لوی رئيس؛ اسلامي امارت د اداري پروسو ساده کولو پياوړې اراده لري

د چارو ادارې لوی رئيس؛ اسلامي امارت د اداري پروسو ساده کولو پياوړې اراده لري

د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له لوري له شپږو امارتي وزارتونو او ادارو سره د اداري پروسو ساده کولو د همکاريو تفاهم لیکونو د لاسليک غونډه کې ګډون وکړ.

دا غونډه چې نن چهارشنبه «ذوالقعده ۶مه/ غوايي ۲۶ مه» د امارت د رسنيو مرکز کې جوړه شوې وه، په کې د رياست الوزراء اداري مرستيال، د چارو ادارې لوی رئيس، مسؤلينو او يو شمېر نورو لوړ پوړو امارتي چارواکو او د ادارو استازو ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور وويل د اسلامي امارت مسؤلين د خلکو هوساينې او خدمت لپاره پياوړی هوډ لري، په دې برخه کې پيچلی حالت له منځه وړي او اساني رامنځته کوي.

شيخ الحديث مولوي نورالحق انور وويل د اداري پروسو ساده کول د ملت او رعيت لپار د خوښۍ پيغامونه لري او په اداري چارو کې ورته اسانتيا رامنځته کيږي.

نوموړي زياته کړه، د اسلامي امارت له بيا واکمنۍ وروسته د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې په بېلابېلو امارتي وزارتونو او ادارو کې ډېرې پېچلې پروسې ساده کړي دي، چې له دې سره خلکو ته په اداري چارو کې اسانتياوې رامنځته شوي دي.

د چارو ادارې لوی رئيس وويل، کوم مسلمان چې د نورو مسلمانانو کارونه اسانه کړي، ښه چلند ورسره وکړي او ستونزې يې حل کړي، الله تعالی به د‌ دغه انسان لپاره د دنيا او اخرت چارې اسانه کړي.