له شپږو امارتي وزارتونو او ادارو سره د پروسو ساده کولو تفاهم ليکونه لاسليک شول

له شپږو امارتي وزارتونو او ادارو سره د پروسو ساده کولو تفاهم ليکونه لاسليک شول

د چارو ادارې لوی رياست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او شپږو امارتي وزارتونو او ادارو ترمنځ د ساده شويو پروسو تطبيقي هوکړه ليکونو او پروسو ساده کولو د همکاريو تفاهم ليکونه لاسليک شول.

په دې‌ اړه غونډه چې نن چهارشنبه «ذی القعده۶مه/ غوايي ۲۶ مه» د امارت د رسنيو په مرکز کې جوړه شوې وه په کې د رياست الوزراء اداري مرستیال، د چارو ادارې لوی رئيس او د اړونده ادارو استازو او مسؤلينو ګډون کړی و.

په غونډه کې د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور وويل چې اسلامي امارت د اداري پروسو ساده کولو لپاره پياوړی هوډ‌ لري او په دې برخه کې يې ډېر کار کړی دی چې لاهم په بېلابېلو امارتي وزارتونو او ادارو کې دا بهير روان دی.

همدا راز د رياست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وويل چې اداري پروسو ساده کول د اوسني عصر غوښتنه ده چې ورسره د حکومتولۍ په چارو کې اسانتيا رامنځته کوي او اهدافو ته په ښه توګه رسېدنه کيږي.

په غونډه کې د دې سربیره د پوهنې وزرات سرپرست مولوي حبيب الله اغا، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت معين مولوي صدراعظم عثماني، د عامې روغتيا وزارت معين مولوي عبدالولي حقاني، د افغانستان برښنا شرکت عملياتي رئيس مولوي عبدالرحمن رحماني، د کابل ښاروالۍ معين مولوي محمد خالد سجستاني هم د اداري پروسو ساده کولو د ارزښت په اړه ويناوې وکړې.

په پای کې د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور او د پوهنې، عامې روغتيا، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو، د افغانستان برشنا شرکت، د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رياست او کابل ښاروالۍ د مسؤلينو ترمنځ د اداري پروسو ساده کولو توافق نامې لاسليک شوې.

دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.