یو باب اپارتمان خپل اصلي څښتن ته وسپارل شو

یو باب اپارتمان خپل اصلي څښتن ته وسپارل شو

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست یو باب اپارتمان چې د کابل ښار پنځمې ناحیې خواجه رواش ښارګوټي کې موقعیت لري؛ خپل اصلي څښتن ته وسپاره.

نن دوشنبه « ذوالقعده ٤مه/ غويي ٢٤مه» د یاد ریاست یو تن کارکوونکي برهان الله همراز وویل چې د دې اپارتمان څښتن له هېواد څخه بهر ژوند کوي نو له همدې امله دا اپارتمان د مسؤلینو له لوري مهر و لاک شوی و.

نوموړي همدا راز زیاته کړه چې یاد اپارتمان د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست د کارکوونکو له هڅو وروسته د اصلي څښتن استازي ته وسپارل شو.

نور احمد د نورمحمد زوی چې د اپارتمان د اصلي څښتن شرعي عارض وکیل دی د افغانستان اسلامي امارت چارو ادارې لوی ریاست څخه په مننې زیاته کړه چې یاد اپارتمان د جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست له لوري ور وسپارل شو.

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست له امنیتي ارګانونو سره په همغږۍ د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهيسې ١٣٢ بابه کورونه خپلو اصلي څښتنانو ته سپارلي دي.