د ملي دفاع وزارت د اړتيا وړ ۹۳ او ۹۶ قلمه د لابراتوارونو د ريجنټ افر پرانيسته وشوه

د ملي دفاع وزارت د اړتيا وړ ۹۳ او ۹۶ قلمه د لابراتوارونو د ريجنټ افر پرانيسته وشوه
د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو رياست د ملي دفاع وزارت د اړتيا وړ ۹۳ او ۹۶ قلمه د لابراتوارونو د ريجنټ افر پرانيسته د داوطلبو شرکتونو د استازو په حضور کې ترسره کړه.
دغه غونډه نن دوشنبه(ذوالقعده ۴مه/غوايي ۲۴مه) د ملي تدارکاتو رياست په تالار کې جوړه شوې وه، په پيل کې د ياد رياست د دارالانشاء امر مولوي محمد اعظم شعيب د شرکتونو له ګډون څخه خوښي څرګنده کړه او يې ويل دا پروژې له بيت المال څخه دي او زياته يې کړه چې دا بهير شفاف او له فساد څخه پاک دی.
همدا راز ښاغلي شعیب وويل چې په داوطلبيو کې به د هيچا حق نه ضايع کيږي او له شرکتونو يې وغوښتل چې خپلې چارې په ښه توګه او اخلاص ترسره کړي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوي وه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده.