د لومړۍ شمېرې د تعديل خبرتيا

د لومړۍ شمېرې د تعديل خبرتيا
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست د افغانستان برشنا شرکت په استازیتوب لاندې پروژه تر دې وړاندې داوطلبۍ ته وړاندې کړې وه چې د یادې پروژې په شرایطو کې د داوطلبانو په غوښتنه تعدیل راغلی دی.
داوطلبان کولی شي د قرارداد د لومړۍ شمېرې تعديل شوې بڼه د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې، د قرارداد د شرایطو مطابق او د لومړۍ شمېرې تعديل سره د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم په سر تړلي ډول د ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د نيمروز ولايت زرنج هوايي ډګر لپاره د اوبو رسونې او د برقي او ساختماني موادو، د ۵۶ قلمه تجهيزاتو، نصب، منتاژ او کميشننګ او د نيمروز ولايت محبس مديريت ته د ۳۴ قلمه برقي او ودانیزو توکو او همدا راز د دې ولایت د عملياتي ريزرف کنډک لپاره د ۳۴ قلمه برقي تجهيزاتو او ساختماني موادو پروژه (درې لاټه)
د داوطلبۍ شمېره: NPD/DABS/1403/G-100/NCB
د افر پرانيستې ناسته: ۱۴۰۳ کال د جوزا ۷ مه له غرمې مخکې 9:00 بجې.
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرينې ماڼۍ ته څېرمه، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.