د هېواد بندرونو کې د سکنرونو د نصب په موخه د همغږۍ غونډه وشوه

د هېواد بندرونو کې د سکنرونو د نصب په موخه د همغږۍ غونډه وشوه
د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا ریاست له لوري، د مالیې وزارت، کورنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ، او استخباراتو عمومي رياست له استازو سره د هېواد بندرونو کې د لوړ تناژ لرونکو وسایطو د چک او اکسرې ماشینونو د نصب او مشخصاتو په اړه د همغږۍ غونډه وشوه.

دا غونډه نن پنجشنبه «د شوال المکرم ۳۰مه/ غویي ۲۰مه» د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د قرآن کریم له تلاوت وروسته د چارو ادارې د پانګونې اسانتیا ریاست د عامه او خصوصي مشارکت مرستيال مفتي عبدالواحد عثماني د افغانستان په بنادرو کې د سکنرونو نصب په اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل د دې لپاره چې د موټرو کابینونه هم په سکن کې شامل شي او اړتیا ده چې متحرکو سکنرونو څخه کار واخیستل شي.

ښاغلي عثماني زیاته کړه چې په دې برخه کې پانګوال شرکتونو مکلف دي ترڅو د یادو ماشینونو د څرنګوالي کم تر کمه تر ۱۰ کلونو ضمانت وکړي.

له بلې خوا د غونډې ګډونوالو د موادو تر منځ د توپیر، د لوړ نفوذ سکن کولو، د سکن حالت، څو ډوله سکن کول او د سرکټ سکن کولو ظرفیت په اړه خپل تخنيکي نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل.

په غونډه کې د اړوندو ادارو استازو له لوري د سکنرونو مشخصات په اړه توافق وشو او مسوده یې نهایي شوه.

دا غونډه د خیر په دعا پای ته ورسېده.