د صکوکو او ضراب خانې مطبعو د ۵۲ قلمه خامو موادو د افر پرانيستې غونډه وشوه

د صکوکو او ضراب خانې مطبعو د ۵۲ قلمه خامو موادو د افر پرانيستې غونډه وشوه

د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو رياست د صکوکو او ضراب خانې مطبعو د ۵۲ قلمه خامو موادو پروژې افر پرانيسته د افر پرانيستې پلاوي او د داوطلبو شرکتونو په حضور کې ترسره کړه.

دغه غونډه چې نن پنجشنبه(شوال المکرم ۳۰ مه/غوايي ۲۰ مه) د ملي تدارکاتو رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په پيل کې د ياد رياست مرستيال مولوي محمدالله محمدي د شرکتونو له ګډون څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل د مسلمان لپاره په خپل ژوند کې له نيک عمل څخه ښه نيت ډېر غوره دی.

ښاغلي محمدي وويل چې د دنيا چارې په علم او مال پورې تړلي دي او همدا د يو هېواد د ابادۍ وسايل دي او په وينا يې له علم او مال څخه په ښه توګه او پاک نيت استفاده کول، د دنيا او اخرت د کاميابۍ ذريعه ده.

د ملي تدارکاتو رياست مرستيال د شرکتونو استازو ته ډاډ ورکړ چې د پروژو افر پرانيستې په شفاف ډول ترسره کيږي، د هپچا حق په کې نه ضايع کېږي او حق به خپل حقدار ته سپارل کېږي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوي وه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده.