د اسلامي ملي اردو د قطعاتو او جزوتامونو لپاره ۷ قلمه د بستر توکو افر پرانيسته وشوه

د اسلامي ملي اردو د قطعاتو او جزوتامونو لپاره ۷ قلمه د بستر توکو افر پرانيسته وشوه

د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو رياست د اسلامي ملي اردو د قطعاتو او جزوتامونو لپاره د ۷ قلمه بستر توکو افر پرانيسته د افر پرانيستې د پلاوي او داوطلبو شرکتونو د استازو په حضور کې ترسره کړه.

دا غونډه چې نن شنبه (شوال المکرم ۲۵مه/ غوايي ۱۵ مه) ترسره شوه، په کې د ملي تدارکاتو رياست تخنيکي مرستيال مولوي محمدالله محمدي د ګډون کوونکو شرکتونو څخه مننه وکړه او له هغوی يې وغوښتل چې د پانګونې او سوداګرۍ په برخه کې مخلص او رښتيني واوسي او له دې لارې ولس او هېواد ته خدمت وکړي.

ښاغلي محمدي زیاته کړه چې په کمه ګټه کې برکت زيات وي او په وينا يې اړتيا ده چې يو بل ته لاسونه ورکړو او خپل ځورېدلي ولس ته خدمت وکړو.

د ملي تدارکاتو رياست تخنيکي مرستيال پخپلو خبرو کې وويل د افغانستان اسلامي امارت هدف او تصميم د خلکو خدمت کول دي او زياته يې کړه چې لازمه ده د حاکم اسلامي نظام د لاسته راوړنو قدر وشي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.