د چارو ادارې لوی ریاست د دیني درسونو پایلې اعلان شوې

د چارو ادارې لوی ریاست د دیني درسونو پایلې اعلان شوې

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د دعوت او ارشاد رياست د ديني درسونو کلنۍ ازموينې نتايج د يو لړ مراسمو په ترڅ کې اعلان کړل او ممتاز کارکوونکي وستايل شول.

دغه مراسم نن پنجشنبه (شوال المکرم ۲۳مه/غوايي ۱۳مه) د چارو ادارې لوی رياست په انګړ کې ترسره شول، چې په کې د امارت چارو د انسجام مرستیال مولوي سیف الدین تائب د ديني درسونو په برخه کې د دعوت او ارشاد رياست فعاليتونه وستايل او زياته يې کړه چې اوس د کارکوونکو د مسلکي وړتيا ترڅنګ د اسلامي عقيدې علومو ته هم ځانګړې پاملرنه کيږي.

په دې مراسمو کې د امربالمعروف نهی عن المنکر او شکاياتو اورېدلو وزارت د پلان او پاليسۍ معين شیخ الحدیث مولوي محمد فقیر محمدي ګډونوالو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، چې په تیرو وختونو کې بنسټیز کارونه نه دي ترسره شوي او په وينا يې چې د اسلامي امارت له بيا واکمنۍ وروسته د نورو پراختيايي چارو سربېره د عقيدوي درسونو بهير هم جريان لري.

د چارو ادارې لوی ریاست مالي او اداري مرستیال مولوي محمد صابر معتصم بالله له کارکوونکو وغوښتل چې د افغانستان اسلامي امارت تر چتر لاندې په پوره ایماندارۍ او اخلاص سره کار وکړي او زياته يې کړه چې د هیواد د پرمختګ لپاره بايد له ځوانو استعدادونو او بشري سرچینو څخه په سمه توګه کار واخيستل شي.

په غونډه کې د ازموينو ملي ادارې عمومي رئيس شيخ الحديث مولوي عبدالباقي حقاني وويل چې دعوت او ارشاد د اسلام له اساسي اهدافو څخه دی او په وينا يې چې د انسان جوړونه يو لوی او اساسي کار دی، نوموړي زياته کړه چې اسلام کدرونو او متخصصينو ته درناوی لري او ويې ويل؛ اړتيا ده چې له کدرونو څخه د هېواد د ابادۍ لپاره استفاده وشي.

همدا راز د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت د دعوت او ارشاد عمومي رئيس مولوي قاري شريف الله حقاني د دعوت او ارشاد په اړه د اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د ځانګړې پاملرنې له امله مننه وکړه او زياته يې کړه چې د ياد رياست له جوړېدو څخه يې موخه د کارکوونکو د دنيا او آخرت سمون دی او ټول هغه کار کوونکي چې د اسلامي امارت تر چتر لاندې کار کوي؛ نيکمرغه دي.

بايد وويل شي چې په دې درسونو کې شاوخوا ۳۰۶۰ تنو کارکوونکو څخه ازموينه اخيستل شوې وه، چې ۳۶۸ کارکوونکو له لومړۍ تر دريمې درجې مقام ترلاسه کړی و.

دا غونډه د قرانکريم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل او د جایزو په ورکولو سره پای ته ورسیده.