خوست کې د سرطان روغتيايي کمپلکس جوړولو په موخه د همغږۍ غونډه وشوه

خوست کې د سرطان روغتيايي کمپلکس جوړولو په موخه د همغږۍ غونډه وشوه
خوست کې د سرطان روغتيايي کمپلکس جوړولو په موخه د امارتي شرکتونو د رهبرۍ هیئت رئيس مولوي احمد جان بلال په مشرۍ، د افغانستان بانک عمومي رئیس مولوي هدایت الله بدري، د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه، د کور او ښارجوړولو وزارت معین مولوي روح الله احمدي، د عامې روغتیا وزارت، صنعت او سوداګرۍ او د چارو ادارې رئیسانو په ګډون د همغږۍ غونډه وشوه.
دغه غونډه نن پنجشنبه (شوال المکرم ۲۳مه/ غویي۱۳مه) د چارو ادارې لوی رياست کې ترسره شوه چې پکې د خوست روغتيايي کمپلکس د جوړېدو په اړه بحث او اړینې پرېکړې وشوې.
په غونډه کې د امارتي شرکتونو د رهبرۍ هیئت رئيس مولوي احمد جان بلال د دې پروژې عملي کېدل د خلکو د روغتيايي ستونزو د حل په اړه یو لوی ګام وباله او زیاته یې کړه چې په کلني ډول زرګونه هېوادوال د سرطاني ناروغيو د درملني لپاره ګاونډیو هېوادونو ته سفر کوي او د الله تعالی په ملتيا د دې کمپلکس په جوړېدو به دا ستونزه حل شي.
په غونډه کې ګډونوالو د دې کمپلکس د نقشې، طرحې او ډيزاين په اړه خپل تخنیکي وړانديزونه وړاندې کړل او د نړیوالو معیارونو پر بنسټ يې د عملي کار پیلېدو غوښتنه وکړه.
په پای کې د امارتي شرکتونو د رهبرۍ هيئت رئیس پریکړه وکړه چې د دې پروژې د لا ښه تطبیق په موخه دې د عامې روغتیا وزارت په مشرۍ او د چارو ادارې لوی رياست سکتوري اداراتو، ملي سوداګرو، خصوصي سکتور په غړیتوب دې بورډ جوړ شي.
هغه همدارنګه زیاته کړه چې د لا شفافیت په موخه دې وجهي صندوق جوړ او د دې پروژې د پانګې جلبول او لګښتونه دې د بورډ له لوري ترسره شي.