د ملي دفاع وزارت د ۱۲۷ قلمه ظرف بابو او د پخلنځي توکو افر پرانیستې غونډه وشوه

د ملي دفاع وزارت د ۱۲۷ قلمه ظرف بابو او د پخلنځي توکو افر پرانیستې غونډه وشوه

د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د ملي دفاع وزارت د ساحوي قول اردوګانو، جزتامونو او قطعاتو لپاره د اړتیا وړ ۱۲۷ قلمه ظرف بابو او د پخلنځي توکو افر پرانیستې غونډه د یو شمېر داوطلبو شرکتونو او افر پرانیستې استازو په حضور کې ترسره کړه.

دغه غونډه چې نن پنجشنبه (شوال المکرم ۲۳مه/غوايي ۱۳مه) ترسره شوه پکې د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو رئيس قاري عبدالولي صديقي د شرکتونو استازو له ګډون څخه مننه وکړه او ويې ویل دا پروسه شفافه ده او شرکتونه پکې په ازادانه توګه رقابت کولای شي او دې پروسه کې د هیچا حق نه ضايع کېږي.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوي وه؛ د خير په دعا سره پای ته ورسېده.