د ښارواليو چارو سمون عمومي رئيس هلمند ولايت ته سفر وکړ

د ښارواليو چارو سمون عمومي رئيس هلمند ولايت ته سفر وکړ
د چارو ادارې لوی رياست د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس الحاج عبدالقاهر فيروز د يو پلاوي په مشرۍ هلمند ولايت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت ښاروال مولوي عبدالله روحاني او ولايتي مسؤلينو سره وليدل.
په دې ليدنه کې د ښارواليو چارو عمومي رئیس د لښکرګاه ښاروالۍ فعاليتونه وستايل او پخپلو خبرو کې يې له مسؤلينو وغوښتل چې خپلې چارې د اسلامي امارت له اصولو او مشرتابه د حکمونو او فرمانونو په تطبيق، اخلاص او امانتدارۍ سرته ورسوي.
ښاغلي فيروز وويل چې اسلامي امارت د خپل ولس د احسانونو پوروړی دی او زياته يې کړه چې د ولس د احساساتو قدر په کار دی او بايد چې په ښه توګه يې ستونزې حل کړل شي.
په دې ناسته کې د لښکرګاه ښاروال مولوي عبدالله روحاني، د لښکرګاه ښاروالۍ د فعاليتونو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل او په دې برخه کې يې د شته ستونزو د حل په اړه د ښارواليو چارو سمون عمومي رياست څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.