د داوطلبۍ خبرتيا

د داوطلبۍ خبرتيا
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د ملي دفاع وزارت په استازیتوب ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افرګشايي تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د ۱۴۰۳ مالي کال د ملي دفاع وزارت، د هوايي مدافع ، هوايي قواوو ، جزتامونو او قطعاتو لپاره دوه قلمه تېلو TC-1 او JP8 د تدارکاتو پروژه (۴ لاټه)
د داوطلبۍ شمېره : NPD/MoD/1403/G-190/NCB
بانکي تضمين: د شرطپاڼې مطابق دی.
د آفرپرانستي ناسته:۱۴۰۳ هـ ل کال غوايي ۲۶مه له غرمې مخکې 9:00 بجې.
د اړيکې شمېره: 0202143274
ایمیل: npd.bidding2@gmail.com
ادرس: د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرین قصر ته څېرمه، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.