هرات ښاروالۍ د ۱۴۰۲مالي کال حساب ورکولو کلنۍ غونډه ترسره کړه

هرات ښاروالۍ د ۱۴۰۲مالي کال حساب ورکولو کلنۍ غونډه ترسره کړه
د ښارواليو چارو سمون عمومي رياست اړوند هرات ښاروالۍ د ۱۴۰۲ مالي کال د حساب ورکولو غونډه ترسره کړه چې په کې د دې ولايت ښاروال ملا نعمت الله اخند او د ولايتي ادارې بېلابېلو مسؤلينو، ګذر وکيلانو او هرات ښاريانو ګډون کړی و.
په غونډه کې د هرات ښاروال ښاغلي ملا نعمت الله اخند وويل«د هرات ښاریانو څخه د ښاري خدماتو محصول له درکه راټول شوي عواید په متوازن او شفاف ډول د ښار د پرمختګ او پراختيا په چارو کې مصرفيږي او زياته يې کړه چې اسلامي امارت د وينا په ځای عمل ته ډېر ارزښت ورکوي او پخپلو چارو کې عملي ګامونه پورته کوي.
په غونډه کې د یادې ښاروالۍ د عوايدو، محاسبې او اداري چارو رئيس قاري عطاء الله احمدي د تېر مالي کال د عوايدو، لګښتونو او فعاليتونو په اړه تفصيلي معلومات وړاندې کړل او د راتلونکي کال د پلان په اړه يې ګډونوالو سره معلومات شريک کړل.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.