د داوطلبۍ خبرتيا

د داوطلبۍ خبرتيا
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افرګشايي تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.

د پروژې نوم: د ۱۹۰۰۶۰ خلطې یوریا کوډ مزایده (پلورل) سربسته افرونه

بانکي تضمین: د یوریا کوډ د مزایدې مجلس تر بحث لاندې حجم مطابق (3,000,000) درې میلیونه افغانۍ دی چې د کود او برق شرکت حساب ته د مزار شریف ملي بانک کې تحویل شوې وي او اطمینانیه د بانک د تحویلۍ آویز، نقدې افغانۍ په مجلس کې او یا د بانک ګرانتی (د مزایدې افر تضمین) له مخې داوطلب په مجلس کې شاملېږي او تر بریالي کېدو دا ملبغ بېرته نه ورکول کېږي او د دویم نرخ تضمین د لومړي قرارداد تر ورکړې محفوظ دی.

د افر پرانیستې غونډه: د اعلان د خپرېدو له نیټې د ۱۴۰۳ کال د غویي ۱۸مې له غرمې مخکې ۹:۰۰ بجې

ادرس: د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرینې ماڼۍ ته څېرمه، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.

یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.