د کابینې یوویشتمه غونډه؛ د ډبرو سکرو پروسس مراکز او زراعتي کمپلکسونه جوړیږي

د کابینې یوویشتمه غونډه؛ د ډبرو سکرو پروسس مراکز او زراعتي کمپلکسونه جوړیږي

د افغانستان اسلامي امارت د کابينې يوويشتمه غونډه د رئيس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه «شوال المکرم ۲۰مه/ غوايي ۱۰مه» ترسره شوه او په يو شمېر موضوعاتو بحث او پريکړې وشوې.

دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پيل شوه، ورپسې له اجنډا سره سم په پکتيا، پکتيکا، خوست، ننګرهار او کندهار ولايتونو کې د ډبرو سکرو د پروسس، بسته بندۍ، بارګيرۍ او تخليې په اړه بحث وشو او پرېکړه وشوه چې د‌ دې چارو لپاره ځانګړې شوې ځمکه کې دې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د تصفیې او د مشرتابه محترم مقام له حکم ورورسته عملي چارې پيل شي.

همدا راز د کابینې دې غونډه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په بلخ، ننګرهار، هرات او هلمند ولایتونو کې د شپږو کرنيزو کمپلکسونو جوړولو طرحه اقتصادي معاونیت ته وسپارل شوه چې د هغوی له نظر وروسته تائيد او د مشرتابه مقام ته دې د منظورۍ لپاره وړاندې شي.

د کابينې دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.