د فرمانونو، تعهداتو، هداياتو او حکمونو د تعقيب رياست طرزالعمل نهايي شو

د فرمانونو، تعهداتو، هداياتو او حکمونو د تعقيب رياست طرزالعمل نهايي شو

د چارو ادارې لوی رياست د حقوقي تقنیني او قضايي چارو رئيس مولوي عبدالباقي منصور په مشرۍ د داخلي تقنيني سندونو د بیا کتنې کمېټې د فرمانونو، تعهداتو، هداياتو او حکمونو د تعقيب، رياست طرزالعمل د څو پرله پسې غونډو وروسته نهايي شو.

دغه غونډه نن دوشنبه(شوال المکرم ۲۰مه/غوايي ۱۰مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوه؛ ورپسې د چارو ادارې لوی رياست د فرمانونو، تعهداتو، هداياتو او حکمونو د تعقيب رياست د طرزالعمل په اړه وروستی بحث وشوه او ګډونوالو د ياد طرزالعمل په اړه هر اړ خيز نظريات شريک کړل.

د کمېټې غړو د ياد طرزالعمل متن، محتوا او کلماتو اړوند هر اړخيزه کتنه وکړه او خپل نظريات يې د قانون په رڼا کې وړاندې کړل.

په دې غونډه کې د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رئيس مولوي عبدالباقي منصور او د کمېټې غړو د چارو ادارې لوی رياست د فرمانونو، تعهداتو، هداياتو او حکمونو د تعقيب رياست رياست طرزالعمل نهايي کړ او پرېکړه وشوه چې د نورو اجرااتو په اړه به یاد طرزالعمل اړونده مرجع ته ولېږل شي.

د غه غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.