د کابل هوايي ډګر څلور لارې څخه د ګمرک څلور لارې پورې د سړک جوړونې پروژې افر پرانیسته وشوه

د کابل هوايي ډګر څلور لارې څخه د ګمرک څلور لارې پورې د سړک جوړونې پروژې افر پرانیسته وشوه

د چارو ادارې لوی رياست، ملي تدارکاتو رياست د کابل هوايي ډګر څلور لارې څخه د ګمرک څلور لارې پورې د سرک جوړونې پروژې افر پرانیسته د داوطلبو شرکتونو او افر پرانیستې پلاوي په حضور کې ترسره کړه.

دغه غونډه چې نن دوشنبه(شوال المکرم ۲۰مه/غوايي ۱۰مه) وشوه پکې د افغانستان اسلامي امارت چارو ادارې لوی رياست، ملي تدارکاتو رياست مرستيال شيخ عبدالرحيم رحيمي د شرکتونو استازو له ګډون څخه مننه وکړه او ويې ويل چې د پروژو په پلي کولو کې بايد زيات اخلاص او صداقت وکړو، دلته څلور لسيزې جګړه تېره شوې او هېواد مو ډېر کار ته اړتیا لري.

ښاغلي رحيمي د شرکتونو استازو ته ډاډ ورکړ چې افر پرانيستې پروژې په شفاف ډول ترسره کيږي، د هيچا حق به په کې نه ضايع کېږي او حق به خپل حقدار ته سپارل کېږي.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوې وه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.