د کابل ښار د فاضلابو د تنظیم په موخه د همغږۍ ناسته وشوه
د کابل ښار د فاضلابو د مدیریت په اړه د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ غونډه، د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د دولت د انسجام معاونیت له لوري، د اوبو رسونې او کانالیزاسیون د لوی ریاست، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې، د مکرویانونو د حفظ او مراقبت تصدۍ او ښار جوړونې او اراضۍ وزارت د استازو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د اوبو رسونې او کانالیزاسیون لوی ریاست د کابل ښار د فاضلابو د اوسني وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل. دغه راز، په دې برخه کې د ادارو د ستونزو او وړاندیزونو په اړه بحث او د نظر تبادله هم وشوه. همدا شان، وړاندیز وشو، چې د کابل ښار د فاضلابو د ماسټر پلان تر وروستي کیدو پورط دې، په دولتي ادارو کې د تصفیه خونې جوړې او د مکرویانونو د تصفیه خونو رغول اجباري شي.
د چارو ادارې د لوی ریاست د دولت په چارو کې د انسجام مرستیال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل د فاضلابو د مدیریت په برخه کې د ادارو د همغږۍ پر زیاتوالي له ټینګار سره وویل، چې د فاضلابو د چارو د ښه تنظیم لپاره دې د اړوندو ادارو ترمنځ پر واحدې طرحې کار ترسره او د کار پایلې یې په بله ناسته کې شریکې شي.
په ناسته کې پریکړه وشوه، چې د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت دې د اوبو رسونې او کانالیزاسیون ادارې د هغو ځمکو د تصفیې او استملاک لپاره اقدام وکړي، چې د فاضلابو د تصفیه خونو لپاره په پام کې نیول شوي. د دې ترڅنګ به د مکرویانونو د تصفیه خونو د بیارغونې لګښتونه هم مطالعه شي.