د ملي دفاع وزارت یو قلم زیړو عسکري بوټونو د تدارکاتو پروژې افر پرانيسته وشوه

د ملي دفاع وزارت یو قلم زیړو عسکري بوټونو د تدارکاتو پروژې افر پرانيسته وشوه

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د ملي دفاع وزارت اړوند یو قلم زیړو عسکري بوټونو د تدارکاتو پروژې افر پرانیسته نن د ۲۱ داوطلبو شرکتونو د استازو په ګډون د دې ادارې په تالار کې ترسره کړه.

نن چهارشنبه (شوال المکرم ۱۵مه/غوایي ۵مه) د چارو ادارې لوی ریاست د دفتر رئیس مولوي محمد حنان حقاني د ګډونوالو شرکتونو څخه مننه وکړه او له هغوی یې وغوښتل تر څو د اسلام د دین احکامو ته لومړيتوب ورکړي او د نیکو اعمالو په ترسره کولو کې د یو بل ملاتړ او همکاري وکړي.

د چارو ادارې د دفتر رئيس همدا راز زیاته کړه چې سوداګري له نفلي اعمالو څخه ډېر اجر لري، ځکه چې له حلالې لارې د مال لاسته راوړل عبادت ګڼل کيږي او د شرکتونو استازو څخه یې وغوښتل ترڅو د بیت المال حفاظت او ساتنه وکړي.

په پای کې ښاغلي حقاني زیاته کړه زموږ هېواد اوس آزاد دی او اسلامي امارت په خپلواک ډول پرېکړې کوي او د هېڅ چا حق په اسلامي امارت کې نه ضايع کيږي او نه هم پر چا ظلم کېږي.