د ملي دفاع وزارت د دوه قلمه تېلو د افر پرانيستې غونډه وشوه
د ملي دفاع وزارت د دوه قلمه تېلو د افر پرانيستې غونډه وشوه
د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو رياست د ملي دفاع وزارت قول اردو ګانو، جزوتامونو او قطعاتو اړوند د ۲ قلمه تېل(ډېزل او پټرول) د افر پرانيستې غونډه د داوطلبو شرکتونو په حضور کې ترسره کړه.
دغه غونډه چې نن سه شنبه (شوال المکرم ۱۴مه/غوايي ۴مه) د ملي تدارکاتو رياست په تالار کې جوړه شوې وه، په پيل کې د ياد رياست مرستيال شيخ عبدالرحيم رحيمي وويل اسلامي شريعت مسلمانانو ته امر کړی چې مالونه په باطله توګه نه مګر په سوداګرۍ او تجارت يې ترلاسه کړئ.
ښاغلي رحيمي وويل چې د نړۍ د اقتصادي نظامونو په پرتله د اسلام اقتصادي نظام په عدل او انصاف ولاړ دی، په دې کې د هيچا حق نه ضايع کيږي او زياته يې کړه چې په ملي تدارکاتو رياست کې قراردادونه د داوطلبۍ له لارې وړاندې کيږي او هغه څوک يې ګټونکی دی چې ښه نرخ وړاندې کړي او په لوړ کيفيت کار وکړي.
نوموړي وويل چې پروژې ځکه د داوطلبۍ له لارې اعلانيږي، ترڅو په بيت المال کې سپما رامنځته شي او په تدارکاتي پروسو کې يې داوطلبانو ته د روڼتيا ډاډ ورکړ.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوي وه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده.