د چابهار بندر په مسیر کې د افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیت د اوسني وضعیت د همغږۍ غونډه وشوه
د چابهار بندر په مسیر کې د افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیت داوسني وضعیت په اړه د همغږۍ غونډه، د جمهوري ریاست د چارو ادارې د لوی ریاست د پانګونې د اسانتیا واحد، د اقتصادي زونونو د انسجام ریاست له لورې جوړه شوه.
په دې غونډه کې، د بهرنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ، فواید عامې، ټرانسپورت، مالیې وزارتونو او اوسپنې اورپټلۍ ادارې استازو د یاد شوي بندر په مسیر کې د سوداګرۍ او ترانزیت پر وړاندې شته ستونزې شریکې کړې.
په غونډه کې، د ستونزو په اړه له هر اړخیزو بحثونو وروسته، پریکړه وشوه چې د بهرنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ وزارتونه دې له ایران هېواد سره د سریع الفساد مالونو د قرنطین د سرټیفیکیټ د ورکولو په اړه د تړون د لاسلیک موضوع تعقیب کړي.
د دې ترڅنګ، دې په چابهار بندر کې د افغان سوداګرو د پانګونې اوسنی وضعیت د اړوندو ادارو د یوه ګډ پلاوي لخوا وڅېړل شي. سربېره پر دې به، د افغانستان بانک او بهرنیو چارو وزارت په چابهار بندر کې د پیسو د لېږد ستونزې د حل لپاره لازم اقدامات وکړي.