د ملکي او نظامي هوايي ډګرونو د ساحو وېش په اړه غونډه وشوه

د ملکي او نظامي هوايي ډګرونو د ساحو وېش په اړه غونډه وشوه
د چارو ادارې لوی رياست د دفاع او امنيت رياست د څارنې پلاوي د ملکي او نظامي هوايي ډګرونو د ساحو د تفکيک، تثبيت او وېش په اړه د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د حکمونو د تطبیق په اړه غونډه وکړه.
دا غونډه چې نن دوشنبه (شوال المکرم ۱۳مه/ غوايي ۳مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې د دفاع او امنيت رئيس مولوي محمود شاه زاهد په مشرۍ جوړه شوې وه، په کې د ملي دفاع او ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارتونو استازو او د اړوندو رياستونو کارپوهانو ګډون کړی و.
د قرانکريم له تلاوت وروسته د چارو ادارې لوی رياست د دفاع او امنیت رئيس وويل؛ د دې غونډې له جوړولو يې هدف د يادې موضوع په اړه د عاليقدر اميرالمؤمنین حفظه الله تعالی د احکامو ښه تطبیق دی او د ادارو له استازو يې وغوښتل چې په دې اړه هر اړخيز معلومات وړاندې کړي.
د ملي دفاع او ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارتونو استازو خپل حقوقي، تخنيکي او اقتصادي نظريات غونډې ته وړاندې کړل او په نړيوالو معيارونو برابر د هېواد د هوايي ډګرونو جوړول يې د هېواد او ولس سرلوړي وبلله.
په پای کې مولوي محمود شاه زاهد پرېکړه وکړه، چې اړونده ادارې دې د موضوع په اړه خپل وړانديزونه، نظريات او سندونه د چارو ادارې لوی رياست سره شريک کړي، ترڅو د کارپوهانو له ارزونې وروسته د وړانديز په توګه د رهبرۍ مقام سره شريک کړل شي.
دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.