د نيالګيو کېنولو کمپاين؛ د هېواد د ښاروالیو له لوري له ۳۵۰ زره زيات نيالګي کېنول شول

د نيالګيو کېنولو کمپاين؛ د هېواد د ښاروالیو له لوري له ۳۵۰ زره زيات نيالګي کېنول شول

د چارو ادارې لوی رياست د ښاروالیو چارو سمون عمومي رياست په هڅو د پسرلي په رارسېدو سره د هېواد زرغونتيا او چاپيريال ساتنې په موخه د ولايتي او ولسواليو ښاروالیو له لوري تر ۳۵۰ زره زيات نيالګي کېنول شول.

د ښاروالیو چارو سمون عمومي رياست د معلوماتو له مخې په هېواد کې د پسرلي له پیلیدو سره سم د ۳۲ ولايتي او ۲۳ ښارواليو ولسواليو په هڅو«۳۶۳۱۵۷» درې لکه دري شپېته زره يو سل او اوه پنځوس نيالګي کېنول شوي دي.

په دې نيالګيو کې زينتي او ميوه لرونکي نيالګي شامل دي‌ چې د ولاياتو په بېلابېلو مناسبو ځايونو کې کېنول شوي دي.

د ولايتي او ولسواليو ښاروالیو مسؤلينو د نيالګيو کېنولو مراسمو پرمهال د ښاروالیو له اړوندو کارکوونکو غوښتي چې د نيالګيو پالنې او روزنې ته ځانګړې پاملرنه‌ وکړي، ترڅو‌ یې د وچېدو او له منځه تلو مخه‌ ونيول شي.

بايد وويل شي چې د چارو ادارې لوی رياست په شمول د ښاروالیو چارو سمون عمومي رياست، ولايتي او ولسواليو ښاروالیو مسؤلينو او کارکوونکو په‌ داوطلبه توګه د نيالګيو کېنولو په کمپاين کې په مالي او ځاني توګه برخه اخيستې ده.

د دې سربیره يو شمېر ولايتونو کې د ښوونځيو ښوونکو او زده کوونکو هم برخه اخيستې وه او د زرغون افغانستان په نامه يې پخپلو لاسونو نيالګي کېنول.