د امارتي کارکوونکو د بستونو کوډ د لا ښه تنظيم په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د امارتي کارکوونکو د بستونو کوډ د لا ښه تنظيم په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د چارو ادارې لوی رياست د امارت د تشکيلاتو بيا کتنې، اصلاحاتو او کادري چارو رياست د بېلابېلو امارتي وزارتونو او ادارو د تشکيلاتو مسؤلينو سره د کارکوونکو د بستونو کوډ د لا ښه تنظيم په اړه د همغږۍ غونډه وکړه.

دا غونډه نن دوشنبه «شوال المکرم۱۳مه/ غوايي ۳مه» د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې د امارت د تشکيلاتو بيا کتنې، اصلاحاتو او کادري چارو رئيس مولوي حسام الدين صابري په مشرۍ جوړه شوې وه چې پکې د امارت د ګڼو ادارو د تشکيلاتو مسؤلينو او استازو برخه اخيستې وه.

په غونډه کې مولوي حسام الدين صابري په خپلو مقدماتي خبرو کې له مسؤلينو او کارکوونکو وغوښتل چې خپلې چارې په صداقت او ايماندارۍ سرته ورسوي، ترڅو هېواد د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره سيال شي.

نوموړي وويل، چا چې هېواد ته په ښه توګه خدمت کړی دی، په تاريخ کې يې نوم ښه ياد شوی او په وينا يې چا چې خيانت کړی دی، هغوی د هېواد په تاريخ کې بدنام ثبت شوي او زياته يې کړه چې ملي ګټې بايد له شخصي ګټو مهمې وبلل شي.

ورپسې د امارت د تشکيلاتو بيا کتنې، اصلاحاتو او کادري چارو رياست مسؤلينو په امارتي ادارو کې د کارکوونکو د بستونو کوډونو د تنظيم په اړه معلومات او لارښوونې وړاندې کړې، د‌ ګډونوالو پوښتنو ته يې ځوابونه وويل او په راتلونکې کې يې په دې برخه کې د ستونزو حل په اړه له خپل لوري د‌ همکارۍ ډاډ‌ ورکړ.

دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.