د چارو ادارې لوی رئیس؛ امارتي مسؤلين بايد د بيت المال ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي

د چارو ادارې لوی رئیس؛ امارتي مسؤلين بايد د بيت المال ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست اونيزه اداري غونډه د شيخ الحديث مولوي نورالحق انور په مشرۍ ترسره شوه چې په کې د ادارې او جانبي واحدونو رئيسانو او مسؤلينو ګډون کړی و.

دا غونډه چې نن شنبه «شوال المکرم۱۱مه/ غوايي لومړۍ» جوړه شوې وه، په مقدماتي وينا کې د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور وويل چې امارتي مسؤلين بايد د بيت المال ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د بيت المال اجناس او وسائط په شخصي چارو کې مصرف نه کړي.

همدا راز شيخ الحديث مولوي نورالحق انور وويل چې کارکوونکي بايد په دفترونو او کارځایونو کې د برېښنا د بېځايه لګښت مخنيوی وکړي او په وينا يې چې د بيت المال ضايع‌ د ګناه لامل کيږي چې بايد ځان ترې وساتل شي.

ورپسې د اجنډا له مخې د عملياتي ادارې له لوري په ولايتونو کې د سرته رسېدلو پروژو اړونده ادارو ته د سپارلو او نيمه کاره پروژو د بشپړولو او يو شمېر نورو موضوعانو په اړه بحث وشو او لازم تصاميم ونيول شول.

دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.