له میک کمېټې سره د قانون د حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا د پریکړو د تطبیق په اړه د همغږۍ غونډه وشوه
په حقوقي چارو کې د جمهوري ریاست د عالي مقام ارشد مشاوریت او د جمهوري ریاست د شوراګانو د انسجام د چارو ریاست له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډې خپلواکې کمېټې(میک) سره د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په اړه د یادې ادارې د وړاندیزونو، موندنو او ارزونو په اړه غونډه وکړه. په دې غونډه کې د میک اړوند، د قانون د حاکمیت او حکومتولۍ د عالي شورا پریکړې هم شریکې شوې.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې د شوراګانو د انسجام رئیس د قانون حاکمیت عالي شورا د اسنادو د څېړنې او تعقیب کمېټې په اړه د معلوماتو ورکولو پر وخت وویل، چې د جمهوري ریاست عالي مقام د حکم مطابق، د فساد پر وړاندې مبارزه کې ټولې په کار اخته ادارې به خپلې موندنې د اسنادو د څېړلو او تعقیب له کمېټې سره شریکوي، چې بیا به د قانون او حکومتولۍ عالي شورا ته وړاندې شي.
هغه زیاته کړه، چې د جمهوري ریاست د عالي مقام د حقوقي چارو ارشد مشاوریت به په وزارتونو او ادارو کې د سیستم جوړونې، له فساد سره مبارزې او اداري اصلاحاتو څارنه کوي.
سرچینې دغه راز وویل، چې میک کمېټه به په ادارو کې د فساد کمیدو لپاره د خپلو ارزونو او وړاندیزونو د تطبیق او نه تطبیق معلومات د قانون د حاکمیت او حکومتولۍ د عالي شورا د اسنادو د څېړلو او تعقیب کمېټې ته وړاندې کړي.
د یادې کمېټې د دارالانشاء رئیس د اسنادو د څېړلو او تعقیب کمېټې له رامنځته کیدو په هرکلي سره، د فساد پر وړاندې مبارزه کې دا ګام د وړاندیزونو، موندنو او ارزونو د شریکولو له کبله اغېزناک وباله. هغه ژمنه وکړه، چې د کمېټې له غونډو سره به په ادارو کې د خپلو ارزونو د تطبیق د څرنګوالي بشپړ راپور شریک کړي.