د یو شمېر ولایتونو د اوسیدونکو ستونزو او غوښتنو ته د رسیدو لپاره غونډه وشوه
د کندهار، هلمند، زابل، ننګرهار ارزګان او لوګر ولایتونو د هغو ستونزو او غوښتنو د رسیده ګۍ په اړه د جمهوري ریاست د چارو ادارې د قانون د څارنې او ساتنې مرستیال ډاکټر محمد رفیع پوپل په مشرۍ غونډه وشوه، چې په مخکینیو ناستو کې د چارو ادارې له رهبرۍ سره شریک شوي وو.
په دې غونډه کې، د اړوندو ادارو استازو د یادو ولایتونو د ستونزو او ځوانانو د غوښتنو به اړه بحث او د نظر تبادله وکړه. د سړکونو، ودانیو جوړول او د ارزګان پوهنتون د نویو پوهنځیو رامنځته کول او تجهیز، همداشان په دې ولایت کې د هوایي ډګر، د ښوونکو ښارګوټي، سړو خونو او بریښنا رامنځته کول، په کندهار کې د کرنیزو محصولاتو د صادرولو په موخه هوایي دهلیز جوړول او د مخابراتي ستونزو حل، د هلمند ولایت د آبداتو ساتنه او د معادن استخراج، د لوګر ولایت د پوهنتون د بریښنا تامینول، د ننګرهار د صنعتي پارکونو رامنځته کول، په یو شمېر سیمو کې د ښوونکو د شمېر زیاتوالی، د وړو آبګردانو بندونو جوړول او د سیمه ییزو ادارو د تشو بستونو اعلان د بحث مهم ټکي وو.
په دې ناسته کې، د اړوندو وزارتونو او ادارو استازو، په یادو ولایتونو کې د بشپړو شویو او کار لاندې پروژو راپور وړاندې او ژمنه وکړه، چې د شته سرچینو مطابق هڅه کوي څو د یادو ولایتونو د ځوانانو وړاندیزونه پخپلو برنامو او اداري پلانونو کې شامل کړي.
ډاکټر محمد رفیع پوپل وویل، چې د ولایتونو ستونزو ته د رسیده ګۍ میکانیزم جوړ شوی. هغه ټينګار وکړ، چې اړوندې ادارې دې د خلکو ستونزو ته د رسیده ګۍ لپاره مشخص وخت معلوم او پر خپل وخت د اجرأتو راپور وړاندې کړي.