د چارو ادارې لوی رئیس، په ولسي جرګه کې د خلکو یو شمېر استازو سره ولیدل

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي په ولسي جرګه کې د خلکو یو شمېر استازو سره ولیدل. به دې لیدنو کې د سولې بهیر، د مقننه او اجرائیه قوې د اړیکو د میکانیزم د ښه والي پر څرنګوالي، متوازن انکشاف، له فساد سره د مبارزې او د کادرونو د استخدام په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.

 په دې لیدنه کې، د ولسي جرګې استازو د جمهوري ریاست د چارو ادارې له نوې رهبرۍ څخه، مننه وکړه چې د خلکو استازو سره یې دوامداره اړیکه ټینګه کړې. دوی وویل، چې په هر حالت کې به د نظام او ملي برنامو ملاتړ کوي.

 د چارو ادارې لوی رئیس، د نظام د ملاتړ او رغونکو نظرونو له کبله، د ولسي جرګې له غړو په مننې سره د سولې بهیر په اړه وویل، چې حکومت په دغه بهیر کې د افرادو د استازیتوب پر ځای د خلکو د انتخابي بنسټونو نمایندګۍ ته لومړیتوب ورکوي. د هغه په وینا، له همدې کبله جمهور رئیس، د ټولو ستونزو باوجود د هېواد پارلمان پرانیست.

 ډاکټر فضلي متوازن انکشاف ته په اشارې سره وویل، چې بریښنایي تذکره د متوازن انکشاف، د سرچینو د عادلانه وېش، ټاکنو او ملي امنیت لپاره مهمه اړتیا ده. د ده په خبره، تر هغې چې د هر ولایت د نفوسو بشپړ جزیات نه وي، سخته ده چې متوازن انکشاف ولرو. نوموړي زیاته کړه، چې د بریښنایي تذکرو د عامولو لپاره هڅې پيل شوي.

 د چارو ادارې لوی رئیس دغه راز، د ولسي جرګې غړو ته ډاډ ورکړ، چې د حکومت رهبري له فساد سره د مبارزې لپاره قاطع ده. ده وویل، چې د اداري فساد پر ضد په نورم او سټنډرډ اداره کې د حکومت فساد ضد اجرأت د دغه قاطعیت روښانه بېلګه ده.