د قرارداد ورکړې خبرتیا

د قرارداد ورکړې خبرتیا
د ا.ا.ا چارو ادارې لوی ریاست تدارکاتو ریاست په پام کې لري ترڅو د چارو اداې لوی ریاست خدماتو ریاست د اړتیا وړ غوښې د تدارکاتو پروژه چې تشخیصیه نمبر یې AOP/G/005/1403/NCB دی، عزت الله لوی کندهار خدماتي ساختماني او لوژستیکي شرکت ته چې د کابل مرکز کمپنۍ سیمه کې موقعیت لري او د صنعت او سوداګرۍ وزارت په ۲۱۷۷۶ شمېرې ثبت دی په مجموعي ډول ۸،۶۱۱،۸۹۰ «اته میلیونه او شپږ سوه او یولس زره او اته سوه نوي» افغانيو په بدل کې ورکړي.
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست د تدارکاتو ریاست د معدن وزارت پخوانی تعمیر
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.