د قرارداد ورکړې خبرتیا

د قرارداد ورکړې خبرتیا

د ا.ا.ا چارو ادارې لوی ریاست تدارکاتو ریاست په پام کې لري ترڅو د چارو ادارې لوی ریاست د خدماتو ریاست ته د اړتیا وړ د مايع ګاز د تدارکاتو پروژه چې تشخیصیه نمبر یې AOP/G/004/1403/NCB ده، ابو عزیز لمیتد شرکت ته چې د کابل مرکز لومړی ناحیه کې موقعیت لري او د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره یې په ۳۶۰۰ جواز شمېره ثبت ده؛ په مجموعي ډول ۴،۶۱۰،۰۰۰ «څلور میلیونه، شپږ سوه او لس زره افغانیو په بدل کې ورکړي.»

هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست د تدارکاتو ریاست د معدن وزارت پخوانی تعمیر
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.