تر واحد چتر لاندې د جواز د صادریدو په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې د اسانتیا واحد له لوري، تر واحد چتر لاندې د جواز د صادریدو په اړه د هېواد د جلالتماب جمهور رئیس د حکم د تطبیق په موخه د همغږۍ غونډه وشوه.

 په دې ناسته کې، چې د وزارتونو او اړوندو ادارو رئیسانو او با صلاحیته استازو ګډون درلود؛ د ترسره شویو فعالیتونو، راتلونکو پلانونو لکه: د مرکزي ثبت عمومي ریاست، فکري مالکیتونو، وزارتونو او اړوندو ادارو ترمنځ د هوکړه لیکونو د لاسلیک، د مرکزي ثبت عمومي ریاست ته د وزارتونو، اړوندو ادارو او فکري مالکیتونو د استازو معرفي او د نمایندګیو رامنځته کیدل، په ملي بانک کې د وزارتونو او سکتوري ادارو د بانکي حساب پرانیستل او په دې برخه کې د شته ننګونو او تر یوه چتر لاندې د جوازونو د صادریدو د راتلو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.

 د ناستې د پریکړې له مخې، هغه ادارې او وزارتونه، چې تراوسه یې هوکړه لیکونه نه دي لاسلیک کړي او په ملي بانک کې بانکي حساب نه لري، تر یوې اونۍ دې خپل اجرأت وکړي. دغه راز، به دوی د مرکزي ثبت عمومي ریاست او فکري مالکیتونو ته خبل استازي معرفي او هوکړه لیک هم لاسلیک کړي.

 همدا شان، له اړوندو ادارو وغوښتل شول، چې د مرکزي ثبت د عمومي ریاست او فکري مالکیتونو په همغږۍ دې له واحد چتر څخه د جواز د صادریدو د چټکتیا په اړه خپل وړاندیزونه، ننګونې او حل لارې د جمهوري ریاست د چارو ادارې د لوی ریاست د پانګونې د اسانتیا واحد د پانګونې د ملاتړ ریاست سره شریک کړي.