د چارو ادارې لوی رئيس له مسؤلينو او کارکوونکو سره د اختر مبارکۍ غونډه کې ګډون وکړ

د چارو ادارې لوی رئيس له مسؤلينو او کارکوونکو سره د اختر مبارکۍ غونډه کې ګډون وکړ
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د ادارې له مسؤلينو او کارکوونکو سره د کوچني اختر مبارکۍ په مراسمو کې ګډون وکړ او د اختر مبارکۍ ترڅنګ يې وويل چې اوس افغانان د تېرو وختونو په نسبت د امنيت په فضاء کې د اختر مراسم ترسره کوي.
د اختر مبارکۍ دا مراسم نن يکشنبه (شوال المکرم پنځمه/وري۲۶مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې ترسره شول چې په کې د ادارې رئيسانو او کارکوونکو ګډون کړی و.
د چارو ادارې لوی رئيس شیخ الحديث مولوي نورالحق انور په خپلو خبرو کې وويل چې له اشغال او جګړې څخه وروسته د هېواد آزادي، د امنيت تأمين او د اسلامي نظام قيام د الله تعالی نعمتونه دي؛ چې باید قدر يې وشي او په دې سره د الله تعالی نعمتونه نور هم زياتيږي.
ښاغلي انور زياته کړه چې اوسني اخترونه له پخوانيو هغو څخه متفاوت دي او په وينا يې چې تېرو کلونو کې نا امني او مشکلات زيات وو او اوس افغانان په خوښۍ خپل اخترونه نمانځي، له يو بل سره متحد دي، د يو بل په خاطر له مال او ځان څخه تېرېږي، پخپل منځ کې د ورولۍ احساس لري او د نړۍ له مسلمانانو سره هم د هغوی په غم کې ځان شريک ګڼي.
همدا راز د چارو ادارې لوی رياست د امارت چارو د انسجام مرستيال مولوي سيف الدين تائب پخپلو خبرو کې د اختر مبارکۍ تر څنګ د چارو ادارې له ټولو کارکوونکو څخه وغوښتل چې خپل هېواد ته په اخلاص او ښه توګه کار وکړي او له کبر او غرور څخه ځانونه وساتي.
دغه مراسم چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوي وو، د خير په دعا پای ته ورسېدل.