د داوطلبۍ خبرتيا

د داوطلبۍ خبرتيا
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د ملي دفاع وزارت په استازیتوب ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افرګشايي تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د ملي دفاع وزارت د زېړو عسکري بوټونو د تدارکاتو پروژه(نهه لاټه)
د داوطلبۍ شمېره: NPD/MoD/1403/NCB/G-108
بانکي ضمانت: په شرطپاڼه کې درج شوي مبلغ له مخې
د افر پرانیستې غونډه: د ۱۴۰۳ کال د غويي ۵مه له غرمې مخکې ۹:۰۰ بجې
د اړيکو شمېره: 0202143274
برېښناليک ادرس: planningnpa@gmail.com
ادرس: د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرینې ماڼۍ ته څېرمه، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.