د داوطلبۍ خبرتيا

د داوطلبۍ خبرتيا
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د ملي دفاع وزارت په استازیتوب ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افرګشايي تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د ۱۴۰۳ مالي کال د ملي دفاع وزارت اړوند ۹ لاټه د قول اردوګانو او مرکزي جزوتامونو او قطعاتو لپاره د اړتیا وړ مخصوص مایعات او ۶ قلمه آئیل بابو د تدارکاتو پروژه.
لومړی لاټ: مرکزي قطعات او جزوتامونه
دویم لاټ: ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو
دریم لاټ: ۲۰۳ منصوري قول اردو
څلورم لاټ: ۲۰۵ البدر قول اردو
پنځم لاټ: ۲۰۷ الفاروق قول اردو
شپږم لاټ: ۲۰۹ الفتح قول اردو
اووم لاټ: ۲۱۵ عزم قول اردو
اتم لاټ: ۲۱۷ عمري قول اردو
او نهم لاټ ۲۱۹ عمر ثالث فرقه
د داوطلبۍ شمېره: NPD/MoD/1403/ G-101/NCB
بانکي ضمانت: په شرطپاڼه کې درج شوي مبلغ له مخې
د افر پرانیستې غونډه: د ۱۴۰۳ کال د غويي ۲یمه له غرمې مخکې ۹:۰۰ بجې
د اړيکو شمېره: 0202143274
برېښناليک ادرس: planningnpa@gmail.com
ادرس: د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرینې ماڼۍ ته څېرمه، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.