د قرارداد د ورکړې خبرتیا

د قرارداد د ورکړې خبرتیا
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست په پام کې لري ترڅو Supply, Installation and Remaining Works of 220KV Ghazni-Kandahar OHL Project(Lot-2) پروژه چې د داوطلبۍ شمېره يې NPD/DABS/1402/NCB/W-034 ده، د سايقه انرژي سپلايي اینډ کنسټرکشن شرکت ته چې د جواز شمېره يې D-27702 ده او د کابل ښار حاجي یعقوب څلور لارې کې موقعيت لري، په مجموعي قيمت 231,157,777 (دوه سوه يو ديرش ميليونه، يو سل اوه پنځوس زره، اوه سوه اوه اويا افغانۍ) په قيمت ورکړي.
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.