د قرارداد د ورکړې خبرتیا

د قرارداد د ورکړې خبرتیا
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د کابل ښاروالۍ په استازیتوب په پام کې لري ترڅو د اميد سبز ښارګوټي له سرک څخه د عرفاني سرک پورې د سرک پراختيا پروژې قرارداد چې د داوطلبۍ شمېره يې NPD/KM/1402/W-023/NCB ده، د کومسن انشاط په نامه متشبث ته چې له صنعت او سوداګرۍ وزارت سره په I-11228 ثبت دی او د پلازمينې کابل په وزير محمد اکبرخان، ۱۳م سرک کې موقعيت لري، په مجموعي قيمت 302,464,933.9 (درې سوه دوه ميليونه، څلور سوه څلور شپېته زره، نهه سوه دري ديرش اعشاريه نهه) افغانۍ ورکړي.
هغه حکمي او حقيقي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، نو کولی شي چې د دې خبرتيا د نشر له نېټې تر اوو ورځو خپل اعتراضات په ليکلې بڼه له دلايلو سره د تدارکاتو د پنځوسمې مادې له حکم سره سم د تدارکاتو رياست ته وسپاري.
ادرس: د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي تدارکاتو ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
یادونه: دغه خبرتیا د قراداد د ورکړې په معنی نه ده او د پورته ذکر شویو میعادونو په طی مراحل کولو سره به قرارداد منعقد شي.