سمنګان کې د ښاري خبرو اترو پروګرام ترسره شو

سمنګان کې د ښاري خبرو اترو پروګرام ترسره شو
د چارو ادارې لوی ریاست د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست د ښاري حکومتولۍ ریاست له لوري د سمنګان ولایت مرکز ايبک ښار کې د ښاري خبرو اترو پروګرام ترسره شو چې په کې ولايتي مسؤلينو، د رسنيو استازو، ګذر وکيلانو او قومي مشرانو کډون کړی و.

په دې غونډه کې د سمنګان والي مولوي عبدالاحد فضلي د ياد پروګرام څخه د ملاتړ ترڅنګ ډاډ ترڅنګ د ولايت ټولې اړونده ادارې مکلفې وګڼلې چې د امنیت، بيا رغونې، پرمختګ او خپلو فعاليتونو او اجرااتو په اړه خلکو ته ګزارش وړاندي کړي.

ورپسې د دې ولایت د بېلابېلو ادارو مسؤلينو د ناحيو وکيلانو د خپلو فعاليتونو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او د هغوی پوښتنو ته يې ځوابونه وويل.
دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.