د کابينې شلمه غونډه؛ د ترافيکي پېښو مخنيوي طرحه تائيد او د اړوندو ارګانونو له لوري يې د تطبيق پرېکړه وشوه

د کابينې شلمه غونډه؛ د ترافيکي پېښو مخنيوي طرحه تائيد او د اړوندو ارګانونو له لوري يې د تطبيق پرېکړه وشوه
د افغانستان اسلامي امارت د کابينې شلمه غونډه نن دوشنبه «رمضان المبارک ۲۲مه/ وري۱۳مه» د رئيس الوزراء الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ ترسره شوه چې په کې په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پیل شوه، په کې له هر اړخيز بحث وروسته د ترافيکي پېښو د مخنيوي طرحه چې د کورنيو چارو وزارت له لوري چمتو شوې وه؛ تائيد شوه او اړوندو ارګانونو ته دنده وسپارل شوه ترڅو ياده طرحه تطبيق کړي.
په غونډه کې مالدارو سره د مؤسساتو له لوري د شويو مرستو ګزارش وړاندې شو او اقتصاد وزارت ته دنده وسپارل شوه چې په راتلونکې کې خپلې چارې د طرزالعمل مطابق له اړوندو ادارو سره په همغږۍ سرته ورسوي.
د کابينې دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.