پنجشیر کې د ښاري خبرو اترو پروګرام ترسره شو
پنجشیر کې د ښاري خبرو اترو پروګرام ترسره شو
د چارو ادارې لوی ریاست د ښارواليو چارو د سمون لوی رياست د ښاري حکومتولۍ رياست له لوري په پنجشیر ولایت کې د ښاري خبرو اترو پروګرام تر سره شو چې په کې د پنجشیر والي، امنیه قوماندان، د شکایتونو اوریدلو کمیسیون استازي، د ملکي ادارو استازو، د گذر وکیلانو او د ښاروالۍ مسؤلينو برخه اخيستې وه.
په غونډه کې ولسي خلکو په بېلابېلو برخو کې له مسؤلينو له هر اړخيزو پوښتنو وروسته د امنیت، نظامي شکایتونو اورېدلو کمېسیون، ښاروالۍ، مخابراتو، عامې روغتیا، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياستونو استازو او د پنجشیر والي د ښاریانو پوښتنو ته هر اړخیز ځوابونه وړاندې کړل.
د پنجشېر والي، مسؤلينو او ښاريانو د دغه پروګرام جوړېدل اغېزمن او ګټور وبلل او د خلکو او امارت ترمنځ د اړيکو په پياوړتيا کې يې دا ډول غونډې مهمې او اغېزناکې وبللې.
دا مجلس چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوی و، د خير په دعا پای ته ورسېده.