د داوطلبۍ خبرتيا

د داوطلبۍ خبرتيا
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست ټولو په شرايطو برابر داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د داوطلبۍ په دې پروسه کې ګډون وکړي او د شرطپانې سافټ کاپي د تدارکاتو رياست څخه په فلش ډسک او يا د چارو ادارې لوی رياست له ويب پاڼې څخه تر لاسه کړي. خپل افرونه دې د تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افرپرانيستې تر نېټې پورې تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د ا.ا.ا چارو ادارې لوی ریاست د تخنیک او ترانسپورت ریاست اړتیا وړ دوه ډوله تیلو (پطرول او ډیزل) د تدارک پروژه
تشخصیه نمبر: AOP/G/009/1403/NCB
بانکي تضمین: ۷۵۸،۰۰۰ (اوه سوه او اته پنځوس زره افغانۍ)
آفر پرانيستي ناسته: ۱۴۰۳/۲/۲ هجري لمریز له غرمې مخکې لس بجې
ادرس: د تدارکاتو ریاست، مرمرینې ماڼۍ ته څېرمه، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.