د ټولنيزو او فرهنګي چارو رئيس د جنوبي زون له قومي مشرانو سره د ستونزو د حل په موخه وکتل
د ټولنيزو او فرهنګي چارو رئيس د جنوبي زون له قومي مشرانو سره د ستونزو د حل په موخه وکتل
د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د هېواد د جنوبي زون «غزني، پکتيا، پکتيکا او خوست ولايتونو» له قومي مشرانو سره د هغوی د ستونزو او مشکلاتو د حل په موخه وکتل.
دغه غونډه چې نن يکشنبه (رمضان المبارک۱۴مه/وري ۵مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو مرستيال نورمحمد حيدري ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل چې؛ خوښ يو چې د ګران هېواد د يوې لويې برخې له مخورو مشرانو سره ګورو.
ښاغلي حيدري زياته کړه؛ د اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د حکم په اساس چې دروازې مو د ولس پر مخ خلاصې کړئ، تر اوسه مو د لسګونو غونډو په ترڅ کې د بېلابېلو سيمو له علماوو، قومي مشرانو، فرهنګيانو، ورزشکارانو او امارت د مختلفو ادارو له استازو سره د ولس ستونزو د حل په اړه غونډې کړي.
قومي مشرانو د اجنډا له مخې په خپل نوبت سره خبرې وکړې، د يو لړ ستونزو يادونه يې وکړه او له مسؤلو چارواکو يې وغوښتل چې ستونزو ته يې د حل لاره پيدا کړي او کومو سوداګرو او هټۍ والو چې له تېرې ادارې سره په د کومو ځمکو قراردادونه کړي او مصارف پرې شوي، وخت دې ورته تمديد شي او يا دې مصارف ورکړل شي.
د ټولنيزو او فرهنګي چارو رئيس د قومي مشرانو ستونزې په غور سره واورېدې او ډاډ يې ورکړ چې په مکتوبي ډول به مو ستونزې د اسلامي امارت له مسؤلو مقاماتو سره شريک کړو او د حل يوه لاره به ورته پيدا کړو، نوموړي همدا راز وويل چې د اسلامي امارت دروازې ستاسو پر مخ خلاصې دي او په وينا يې چې هر وخت کولی شئ چې خپلې ستونزې د حل په موخه له موږ سره شريکې کړئ.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.