د چارو ادارې لوی رئيس؛ افغانستان کې اوس تر بل هر وخت د پانګونې لپاره ښه زمينه برابره شوې

د چارو ادارې لوی رئيس؛ افغانستان کې اوس تر بل هر وخت د پانګونې لپاره ښه زمينه برابره شوې
د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحدیث مولوي نورالحق انور د امارت د رسنیو په مرکز کې د برېښنا او ودانيزو چارو څو پروژو د لاسليک په ګډه خبري غونډه کې چې د اوبو او انرژۍ او ماليې وزارتونو، افغانستان برښنا شرکت او د خصوصي شرکتونو ترمنځ ترسره شوه وويل؛ افغانستان کې اوس تر بل هر وخت د پانګونې لپاره ښه زمينه برابره شوې ده او لازمه ده چې نور افغانان هم پخپل هېواد کې د پانګونې هڅه وکړي.
دا رسنيزه غونډه چې نن يکشنبه( ۱۴ رمضان المبارک/ ۵ وری) د امارت د رسنيو په مرکز کې جوړه شوې وه، په کې د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخند، د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د اوبو او انرژۍ او ماليې وزارتونو، د امارتي شرکتونو د انسجام لوی رياست او د کورنيو او بهرنيو خصوصي شرکتونو استازو ګډون کړی و.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پیل شوه، ورپسې د پانګونې اسانتيا رئيس انجينر احمد ضياء خالد د يادو پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل او په هلمند کې د لقمان حکيم سوداګريز او استوګنيز مارکېټ له نوي عمري ودانيز شرکت سره او کابل ښار کې د ملت سوداګريز مارکېټ د کمال ظفر ګروپ سره قرارداد شوې پروژې د عامه او خصوصي مشارکت ماډل او عام المعنفعه پروژې وبللې او په وینا يې چې په دې کې به ۱۲۰۰ تنو ته د کار زمينه برابره شي.
ورپسې د چارو ادارې لوی رئيس د يادو قراردادونو په اړه په خپلو خبرو کې وویل؛ که چېرته د دې هېواد له پانګې او حقوقو سره جفا او خيانت نه وای شوی، نو افغانستان به اوس پخپلو پښو ولاړ وای او له فقر او بېوزلۍ څخه به ژغورل شوی وای.
نوموړي همدا راز وويل؛ کوم پانګوال چې په خپل هېواد کې پانګونه کوي، دوی ته الله تعالی ښه فرصت برابر کړی دی چې هم هېواد اباد کړي او هم له بېوزلو خپلوانو هېوادوالو سره پاتې شي او هغوی سره صله رحمي وکړي.

بل لور ته د امارتي ادارو مسؤلينو او خصوصي شرکتونو استازو هم د يادو پروژو د قراردادونو د اهميت په اړه وينا وې وکړي او د پانګونې په برخه کې د اسانتيا برابرولو په اړه يې له اسلامي امارت څخه مننه وکړه.
د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتیا رياست تر دې وړاندې هم د عامه او خصوصي مشارکت په ماډل د يو شمېر لويو او مهمو پروژو په برخه کې د پانګونې زمينه برابره کړې ده چې په کابل کې د خيرخواه سوداګريز مارکېټ او هلمند کجکي بند جوړولو پروژې د يادونې وړ دي.
دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.